ناټو خپل ځواکونه له عراقه وایستل؛ د بریدونو زیاتوالی یې لامل بلل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د ناټو سازمان ویلي، چې خپل ټول ځواکونه یې له عراقه ایستلي او اروپا ته یې لېږدولي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د سیمې د وروستیو کړکېچونو او د مقاومت محور ډلو د بریدونو د زیاتېدو وروسته شوې ده.

بل لور ته، د «سرایة اولیاء الدم» په نوم د یوې ډلې پوځي ویاند ادعا کړې، چې په تېرو شلو ورځو کې یې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د ویکتوریا اډې پر شاوخوا د ناټو پر ځواکونو پرله‌پسې او دقیق بریدونه کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د همدې بریدونو د شدت له امله ناټو ځواکونه اړ شوې، چې خپل ځواکونه له عراقه وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button