ايران د اسراییلو یوه F-16 جنګي الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د ايران فارس اجنسۍ راپور ورکړی چې د ایران هوايي دفاعي سیستمونو څو شيبې وړاندې د اسراییلو اړوند یوه F-16 جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

فارس اژانس زیاتوي چې دا په روانه جګړه کې درېیمه جنګي الوتکه ده چې د ایران له لوري ویشتل کېږي.

ایراني چارواکو ادعا کړې چې د روانې جګړې پر مهال یې د امریکا او اسرائیلو اړوند شاوخوا ۲۰۰ هوايي وسایط، بې‌ پیلوټه الوتکې، جنګي جيټونه، کروز توغندي او د تېلو رسوونکې الوتکې نسکورې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button