د افغانستان-پاکستان ترمنځ اوربند غځېدو لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، قطر او ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې لا چټکې کړې دي او له دواړو لورو سره خبرې روانې دي.

سرچینې وایي، دا هڅې وروسته له هغه ګړندۍ شوې چې په وروستیو کې د سرحدي تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې او د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې راپورته شوې.

د منځګړو هېوادونو هڅه دا ده، چې اوربند یوازې لنډمهالی نه، بلکې د دوامدار ثبات پر لور یو عملي چوکاټ رامنځته شي.

د معلوماتو له مخې، په خبرو کې د سرحدي امنیت، د پوځي تحرکاتو محدودول، د شخړو د حل لپاره د ګډو کمېټو جوړول او د باور جوړونې اقدامات شامل دي، څو د دواړو لورو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا راکمه شي.

د اسلامي امارت یوې مهمې سرچینې “کابل ټکی کام” وېب پاڼې ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې خبرې لا هم روانې دي او تمه ده په نږدې وخت کې مثبت پرمختګ وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button