کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د یونان پخواني د مالیې وزیر یانيس فاروفاکیس ویلي، چې هېواد یې له سخت وضعیت سره مخ دی او حکومت یې د قبرس د ساتنې په پلمه پوځي ځواکونه استولي دي.
د هغه په وینا، د یونان لومړي وزیر قبرس ته څلور ایف-۱۶ جنګي الوتکې او یوه سمندري بېړۍ لېږلې، خو اصلي موخه د بریتانیا پوځي اډې ساتنه ده.
فاروفاکیس ادعا کړې، چې امریکا له همدې خاورې څخه په غزه او ایران کې پوځي عملیات ترسره کوي او پر اروپايي هېوادونو يې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اروپایان د یهود ضد تاریخي عقدې له امله اوس د فلسطینیانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي ملاتړ هم کوي.
هغه زیاته کړې، چې یونان نور خپلواک نه دی پاتې شوی او د اسراییلو تابع ګرځېدلی دی.
د هغه په خبره، هېواد یې نه یوازې د امریکا، بلکې د اسراییلو تر اغېز لاندې هم راغلی او سیاسي خپلواکي یې له لاسه ورکړې ده.


















