کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې اوسنی نړیوال وضعیت خورا خطرناک پړاو ته رسېدلی او د امریکا او اسراییلو وروستۍ کړنې به درنې او اوږدمهالې پایلې ولري.
لاوروف ویلي، چې واشنګټن په ښکاره ډول هڅه کوي د نړۍ پر انرژۍ بشپړه ولکه ټینګه کړي او د امریکا دغه چلند نړیوال توازن ته جدي ګواښ پېښوي او د ستراتیژیکو سرچینو پر سر سیالي لا پسې زیاتوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې تر اوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې امريکا دې د روسیې ګټې په پام کې ونیسي په خبره يې واشنګټن هڅه کوي روسيه له نړیوالو انرژۍ بازارونو څخه په بشپړه توګه وباسي.


















