د ریښتنې څپې عملیاتو دوام؛ پر اسرائیلو د ایران ځپونکي بریدونه پیل شول

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۴ل)

د ایران دولتي ټلوېزیون اعلان کړی، چې د اشغال شوي فلسطین پر لور د توغندیو ویشتلو نوې څپه پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د تېرو عملیاتو په دوام ترسره کېږي او ښايي مهمې پوځي او ستراتیژیکې موخې په نښه کړي.

تر اوسه د دغو توغندیو د لګېدو دقیق ځایونه او د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ځینې سرچینې وایي، چې د اسرائیلو هوايي دفاع سیستمونه د دغو توغندیو د مخنیوي هڅه کوي؛ خو د بریالیتوب کچه یې لا روښانه نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button