امريکايي رسنۍ: د ټرمپ د جګړه‌ییز سیاست له امله د امریکايي پوځیانو مورال ټیټ شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)

د هف‌پوسټ امريکايي خبري وېب‌سایټ د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د جګړې له پراخېدو سره د امریکايي پوځیانو مورال تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

راپور وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د چټکې جګړې هڅه په یوه اوږده او لګښتي کړکېچ بدله شوې، چې د پوځیانو پر روحي وضعیت یې منفي اغېز کړی دی.

د راپور پر بنسټ، په سیمه کې پر امریکايي اډو د ایران بریالیو بریدونو د پوځیانو باور کمزوری کړی، او یو امریکايي پوځي چارواکي خبرداری ورکړی چې پر ایران هر ډول ځمکني عملیات به “بشپړ ناورین” وي.

همداراز، ځینې پوځیان اندېښنه لري چې دوی د خپل هېواد پر ځای د نورو سیاسي اجنډاوو لپاره کارول کېږي، چې دا کار د هغوی نارضایتي نوره هم زیاته کړې ده.

راپور زیاتوي، چې د جګړې پر وړاندې د مخالفت کچه لوړه شوې او د وجدان له مخې د پوځي خدمت نه منلو غوښتنې په بې‌ساري ډول ډېرې شوې دي.

پوځیان شکایت کوي چې د ایران پر وړاندې جګړې ته روښانه او قانع کوونکې ستراتیژي نه شته، او په یوه کم‌ پلان شوې او نامعلومه جګړه کې د ژوند له خطر سره مخ کېدل د هغوی مورال نور هم ټیټ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button