د کوچني اختر له رخصتیو وروسته په امارتي ادارو کې د تفتیش بهیر پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ويلي، چې د کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته په مرکز او ولایتونو کې د امارتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ او کاري وضعیت د تفتیش بهیر پیل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دا لړۍ د ریاست الوزراء د حکم او د کار د رژیم له مخې د کار د ښه تنظیم او د ادارو د فعالیتونو د ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.

د چارواکو په خبره، د کار تفتیش او لارښوونې ریاست متفتشین به د ادارو د کارکوونکو حضور وڅاري، څو په چارو کې چټکتیا رامنځته او خلکو ته اغېزمن خدمات وړاندې شي.

وزارت ټینګار کړی، چې د دې اقدام اساسي هدف هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو رسول او په اداري چارو کې د ځنډ او خنډ مخنیوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button