ایران پر اسرائیلو او خلیج کې په امریکایي اډو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د «خاتم‌الانبیا» مرکزي قرارګاه ویاند وایي، چې د دغه هېواد پوځ تېره شپه د «آرش-۲» بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو سره د اسراییلو د فضایي صنعت سیمې، د بن‌ګوریون هوايي اډې ته نږدې، په نښه کړې دي.

همداراز راپورونه وایي، چې په سعودي عربستان کې د شاهزاده سلطان هوايي اډه، د امریکا پنځم سمندري ځواک او د کومله ډلې مرکزونه هم د «عماد»، «فاتح» او «قیام» توغندیو او بریدګرو ډرونونو تر برید لاندې راغلي دي.

ایراني چارواکي زیاتوي، چې په تل‌ابیب، پِتَخ‌تیکوا، حُلُن او رامات‌ګان کې پوځي او امنیتي مرکزونه د «خیبرشکن»، «قدر» او «خرمشهر-۴» توغندیو په وسیله په نښه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button