امريکا: ټېکساس کې د فالیرو د تيلو تصفيې په يوه فابريکه کې ستره چاودنه او اورلګېدنه رامنځته شوې 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۴ل)

د امریکا په ټېکساس ایالت د فالیرو د تيلو تصفيې لویې فابریکې کې ستره چاودنه او پراخ اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د پېښې ویډیويي صحنو کې ښکاري چې له تاسیساتو لويې لمبې او تور لوګی پورته کېږي.

دا فابریکه د امریکا له لویو تصفيې څخه ده چې ورځنی تولید یې شاوخوا ۳۳۵ زره بېرلو ته رسېږي.

تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او د چاودنې لامل هم روښانه نه دی.

ځینې امریکايي رسنۍ احتمال څرګندوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به تهران په دې پېښه کې تورن کړي، خو رسمي څرګندونې لا نه دي شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button