پاکستاني ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ ۸۰ مرمۍ او دوه بېپیلوټه بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو د مرورې، سرکاڼو، شیلتن او ناړۍ پر ولسوالیو د درنو وسلو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د ریاست د معلوماتو له مخې، پر ملکي سیمو شاوخوا ۸۰ د درنو وسلو مرمۍ لګېدلي او پاکستاني ځواکونو دوه ځله د بېپیلوټه الوتکو له لارې هم بریدونه ترسره کړي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، په سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې د بریدونو له امله دوه ولسي وګړي شهيدان شوي او اته نور ټپیان شوي دي.



