لېکنه: مفتي سلطان محمد “ثاقب”
د تېر په څېر يو ځل بيا د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د باروتو لوګيو په توسط د انسانيت پر مخ توره کرښه راکاږله، دا ځل يې بې رحمه او خونړی بريد د کابل په اميد کمپ کې د معتادينو پر روغتون ترسره شو، هغه ځای چې د مرګ ډګر نه وو؛ بلکې د ژوند وروستۍ پناه وه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رمضان د مبارکې مياشتې په (۲۸) شپه، بمونه پر هغو مظلومو انسانانو راولوېدل چې له جګړې سره يې هېڅ تړاو نه درلود.
په دې خونړي بريد کې ۴۱۰ بېوسه روږدي کسان شهيدان شول او سلګونه نور په وينو کې ولمبېدل، دلته د هغو بې ګناه انسانانو وينه په ناحقه تويه شوه چې يوازې يې د ژوند غوښتنه لرله.
جګړه که هر څومره توده وي؛ خو بيا هم خپل حدود او اصول لري، کله چې په جګړه کې حدود او اصول مراعت نه شي، هلته لومړی اخلاق قربانيږي؛ په جګړه اخلاقي هنر د انسان او وحشت تر منځ توپیر ساتي، کله چې په جګړه کې د اخلاقي هنر خيال ونه ساتل شي، هلته ورسره سم انسانیت هم ټپي کېږي.
پوځي رژيم ته بايد دا درس ورکول شي چې په نړيوالو قوانينونو کې روغتون د مرګ ځای نه دی؛ روغتون د رحم، درملنې او اميد کور دی، روغتون د ژوند وروستۍ هیله وي، هلته پراته کسان نه جنګيالي دي او نه د شخړې لوری، هغوی د درد اسيران دي، په داسې اسيرانو بمونه غورځول، د رحم پر وړاندې د جګړې اعلان دی، د انسانيت پر وړاندې ښکاره دوښمني او د انسانيت پر مخ تور داغ دی.
دا بريد يوازې د دېوالونو نړول نه دي؛ دا د باور وژل دي. هغه باور چې انسان په انسان درلود، که هر څه وي، لا هم داسې ځای شته چې هلته به ژوند خوندي وي. خو کله چې دا وروستۍ پناه/ روغتون هم تر بريد لاندې راشي، نو انسان نور له چا او څه تمه وکړي؟
د کابل دا خونړۍ پېښه دا ثابتوي چې موضوع يوازې د څو سلګونو انسانانو د مرګ کيسه نه ده؛ بلکې دا د وجدان د چوپتيا کيسه ده. داسې برېښي لکه عدالت سترګې پټې کړې وي او انسانيت په خپله محکمه کې مجرم ګرځول شوی وي. دلته اصلي پوښتنه دا نه ده چې څوک شهيدان شول، بلکې دا ده چې ولې هغه اصول مړه شول چې انسان يې انسان ته ساتي؟
ای د غلامۍ په ځنځير تړلې واکمنې کړۍ!
په پای کې، دا غږ درباندې کووم! چې ستاسو د دې بې رحمه او نامرده ګزار پر وړاندې د يو داسې انتقامي بريد انتظار وکړئ چې د تاريخ په پاڼو کې به يې ستاسو نسلونه هم ياد ساتي، تاسو نن د يو داسې چا په مقابل کې بغاوت کړی دی چې هغه په سيمه کې يو شرعي حيثيت لري، وجود، کړنې او مسير يې له اسلامي شريعت څخه سرچينه اخلي، اسلامي شريعت د دوی وجود د ځمکې پرمخ فرض بولي او د سيمې په وګړو يې دفاع او ساتنه واجب بولي، دلته يو قوي او مظبوط عقيدوي تړون پروت دی، د داسې نظام په مقابل کې راپورته کېدل او تجاوز پرې کول، اسلامي شريعت داسې کسان متجاوزين، بغاوتګر او باغيان بللي او د اسلامي نظام ساتوونکو ته يې امر کړی چې دا داسې بغاوتګرو سرونه کټ کړی، تنې يې له سرونو جدا کړی او داسې سزا ورکړی چې د تاريخ په پاڼو کې يې پاتې نسلونو ته عبرت شي.
تاريخ به هيڅکله ستاسو دا ظالمانه کړنه هيره نه کړي؛ ځکه دا يوه خطا نه، بلکې د يو فکر، سياست او يو ظالمانه چلند انعکاس دی. دا هغه ټپ دی چې يوازې پر بدن نه، بلکې پر ضمير لګېږي، او د ضمير ټپونه نسلونه ځوروي. دا حقيقت بايد ومنو کله چې روغتون هدف شي، نو هلته انسانيت په خپله محکمه کې محکومېږي. دا د شرم هغه باب دی چې نه به وتړل شي او نه به هېر شي.
















