نیویارک ټایمز: پر اډو د بریدونو له امله امریکایي ځواکونه بې‌نظمۍ، مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو سره مخ دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې په سیمه کې د ایران پرله‌پسې بریدونو د امریکا پوځي حضور سخت ګډوډ کړی دی. سرچینې وایي چې په ګڼو اډو کې درانه تخنیکي او مالي زیانونه اوښتي، زرګونه سرتیري له خپلو عادي ځایونو ایستل شوي او اوس په لنډمهالو ودانیو، هوټلونو او موقتي دفترونو کې مېشت دي. امريکايي چارواکي وايي چې پر اډو دوامدارو حملو د ځواکونو منظم فعالیت ګډوډ کړی او په جګړه کې د سمې همغږۍ ستونزې ډېرې شوې دي.

راپور زیاتوي چې په سعودي عربستان کې د «شهزاده سلطان» اډه هم په نښه شوې چې د اړيکو وسایل او د تېلو د برابرولو الوتکې یې زیانمنې کړي دي.

د چارواکو په وینا، د دې اډې د پیاوړي خوندیتوب نشتون د مرګ‌ژوبلې لامل شوی او پرله‌پسې بریدونو يادې اډې د سرتېرو د استوګنې لپاره له استوګنې ايستلي او غیرمناسبې کړې دي.

سرچینې وایي چې له اصلي اډو بهر د سرتېرو وېش د عملیاتو وړتیا کمه کړې او عمومي وضعیت یې لا بې‌ثباته کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button