دفاع وزارت: د ډيورنډ کرښې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي؛ خلک دې انديښنه نه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي چې دفاعي ځواکونه د هېواد د هر لوېشت خاورې د ساتنې لپاره پوره ژمن دي او هېڅوک دې انديښنه نه کوي.
نوموړي په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سرحدي سیمو خوندیتوب د دوی د کار مهمه برخه ده او د خاورې د تمامیت دفاع د امنیتي ځواکونو اساسي مسوولیت دی.
خوارزمي ټینګار کړی چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې برخې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، او حتی په صعبالعبوره سیمو کې هم د ساتنې لپاره جدي ترتیبات نیول شوي دي.
د دفاع وزارت له قوله، د سرحدي امنیت د تامین لپاره لازمې عملیاتې او امنیتي هڅې روانې دي او د هېواد د خاورې د هرې برخې ساتنه په لومړیتوب کې ده.



