اجمل فيضي: د افغانستان په اړه د لندن غونډه د آیاېسآې نوې استخباراتي هڅه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د پخواني حکومت وياند اجمل فيضي ويلي، په لندن کې د افغانستان په اړه غونډه په اصل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آیاېسآې لخوا د اسلام اباد د دوهمې غونډې بڼه ده او دا غونډه د پاکستان د نفوذ، مداخلې او استخباراتي طرحې نوې هڅه ده.
د هغه په وينا، د دفاع وزارت پخوانی مرستيال تميم عاصي دې غونډې ته بلل شوی و، خو د آیاېسآې د اصلي نقش له امله يې ګډون رد کړی.
تميم عاصي په خپله تبصره کې ليکلي چې د غونډې زياتره ويناوال د جهاد او جمهوريت «مفسدين»، قرارداديان او هغه کسان دي چې له پاکستان سره نه ستړې کېدونکې نږدې اړیکې لري. فيضي وايي، عاصي له همدې کبله ګډون ونه مانه، ځکه «د غونډې ريښتوني جوړوونکي د پاکستان استخبارات دي» په خبره يې «پاکستان هېڅکله د افغانستان دوست نه دی او نه به شي»، او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو لنډمهالي ائتلافونه «لنډمهاله، وسیلهییزه، یوازې د یوه هدف لپاره کارېدونکی طریقه» ده زياتوي چې پاکستان يو ځل بيا هڅه کوي له يو شمېر افغانانو څخه د فشار او نفوذ لپاره استفاده وکړي.
فيضي ويلي، چې اسلاماباد د پيسو په ورکولو او امکاناتو په برابرولو سره يو شمېر افغان څېرې او رسنۍ پېرلي، څو د قومي جګړې د تبلیغ لپاره وکارول شي او له افغانانو يې غوښتي چې د پاکستاني پوځ د دې ډول «دامونو» پر وړاندې هوښيار پاتې شي.



