د پاکستان او سوډان د ۱.۵ میلیارد ډالره په ارزښت د وسلو تړون لغوه شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې ، د سوډان او پاکستان ترمنځ د وسلو تړون چې د سعودي عربستان په منځګړتوب پرې خبرې روانې وې، اوس ځنډول شوی دی.
ویل کېږي چې دې تړون شاوخوا ۱.۵ میلیارد ډالره ارزښت درلود او پکې د JF-17 جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو او د هوايي دفاع سیستمونو اخيستل شامل وو، خو د ځنډ دلیل یې په بشپړ ډول نه دی څرګند.
له بلې خوا د «سوډان پوځي ظرفیتونه» پلاتفورم وايي چې تر اوسه هیڅ رسمي تړون لاسلیک شوی نه دی او زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې په ریاض کې د نړیوال دفاعي نندارتون په مهال یې له پاکستاني پلاوي څخه معلومه کړې چې دا یوازې د علاقمندۍ او امکاناتو ارزونه وه.
پلاتفورم ټینګار کوي چې د تړون لغوه کول ناسم تعبیر دی، ځکه هیڅ رسمي تړون نه و شوی او د رسنیو ځینې راپورونه یې مبالغه ګڼلي دي.



