تر ۴۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت له قوله، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.

امریت ویلي چې د ازادېدو وروسته کډوال په یاد امریت کې ثبت شوي او د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button