ایران په خارک جزیره کې د احتمالي امریکایي یرغل په وړاندې چمتووالی نیولی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)

د سی‌این‌این د راپور له مخې، ایران په وروستیو اونیو کې په خارک جزیره کې خپل پوځ زیات کړی، د هوايي دفاع سیستمونه يې ځای پر ځای کړي او د جزیرې شاوخوا ځمکه کې چاودېدونکي توکي (ماینونه) يې ایښي دي، ترڅو د امریکا د احتمالي یرغل په وړاندې ځان وساتي.

راپور زیاتوي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د خارک جزیرې د نیولو لپاره د امریکایي ځواکونو د احتمالي يرغل امکان ارزوي.

ياده جزیره د ایران د تیلو د صادراتو شاوخوا ۹۰٪ لار ده او د خلیج په شمال ختیځ کې مهم اقتصادي موقعیت لري.

خو امریکایي مسؤلین او پوځي متخصصین خبرداری ورکوي چې دا عملیات خطرناک دي او ممکن په دې عملیاتو کې امریکايي ځواکونو ته په زيات تعداد تلفات واوړي، ځکه جزیره پیاوړې دفاعي سیسټمونه لري.

تر دې مخکې د مارچ په ۱۳ نیټه، امریکایي پوځ پر خارک بریدونه وکړل، د ماینونو زیرمې، د توغندیو زیرمې او نور پوځي ځایونه هدف وګرځول.

مربوطه مطالب

Back to top button