ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د رېل پټلۍ له لارې نږدې ۱۷۰ زره ټنه توکي وارد او صادر شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اوونۍ د هېواد د رېل پټلۍ له لارې ټولټال ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې انتقالاتو کې د حیرتان له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د آقینې له لارې ۱۸۵۳۱ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۲۰۹۰۱ ټنه او د خواف–هرات د مسیر له لارې ۲۲۰۴۷ ټنه واردات شامل دي، چې نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي پکې راځي.

راپور زیاتوي چې د لېږدول شویو توکو له جملې ۱۲۶۲ ټنه صادرات شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button