د افغانستان او مالیزیا لومړیو وزیرانو د سیمې د کړکېچونو پر کمولو خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۴ل)
رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا د صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د سیمې د تازه تحولاتو او په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان د اړیکو په وضعیت خبرې کړې دي.
رئیسالوزرا د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلې یې دي چې دا کړنې د ترينګلتیا د زیاتېدو لامل ګرځي زياته کړې ده چې د ا.ا.ا. اصولي دریځ د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د شخړو حل دی، او یادونه یې کړې چې د کوچني اختر پر مهال د دفاعي عملیاتو د درولو پرېکړې سره کابل خپل نیک نیت عملي کړی په خبره يې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او ټول لوري باید له هغه اقداماتو ډډه وکړي چې د سیمې د کړکېچ د پراخېدو لامل کېږي.
د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي لنډمهال کمښت به دوام وکړي.
نوموړي ویلې، مالیزیا هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په رامنځته کېدونکو تفاهمي هڅو کې رغنده رول ولوبوي.



