عراقچي ملګرو ملتونو ته: امریکا او اسراییل د هرمز د ناامنۍ مسؤل دي او نړيوال قوانين يې تر پښو لاندې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۷ وری، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په ټیلیفوني تماس کې ویلي، د هرمز د تنګي روان بې‌امنه وضعیت د امریکا او اسراییلو د تجاوز او د نړیوالو قوانینو د سرغړونې مستقیمه پایله ده او دغه کړنو يې سیمه‌ییز امنیت او د نړیوالو قوانینو اصول تر پښو لاندې کړي دي.

عراقچي زیاته کړې، ایران د ساحلي دولت په توګه قانوني حق لري چې د دښمن او د هغه د متحدینو اړوند کښتۍ د تګ راتګ مخه ونیسي په وینا يې د تنګي د امنیت ساتنه د ایران ملي حق دی او باید د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې درناوی ورته وشي.

هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په جدي ډول اقدام وکړي او واضح، قاطع دریځونه ونیسي، ترڅو د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې خپل مسؤلیت عملي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button