کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې،د سیمې وروستیو حالاتو او د امریکا او اسرائیلو پر ضد د روانو شخړو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی دا دریځ د دیني او اخلاقي مسؤلیت له مخې دی، او ادعا شوې چې امریکا او اسرائیل پر ایران، فلسطین (غزه)، عراق او لبنان بریدونه کوي او غواړي د سیمې بڼه بدله کړي.
د یمن پوځ ټینګار کړی، چې نړیوالې ډیپلوماټیکې هڅې باید ژر تر ژره نتیجه ورکړي او پر ایران او نورو هېوادونو بریدونه ودریږي.
همداراز یې غوښتنه کړې، چې پر فلسطین، لبنان، ایران او عراق دې بریدونه سمدستي بند شي او پر یمن لګېدلی بندیز دې هم ختم کړل شي.
اعلامیه زیاتوي، چې د غزې د تړون عملي کول او د فلسطیني ولس حقونو ته درناوی اړین دی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د یمن ځواکونه به په لاندې حالاتو کې مستقیمې پوځي مداخلې ته اړ شي:
که نور ائتلافونه د امریکا او اسرائیلو ترڅنګ د ایران پر ضد جګړه کې داخل شي؛
که سور سمندر د ایران یا نورو اسلامي هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي؛
او که د سیمې د شخړو کچه نوره هم لوړه شي.
یمني ځواکونو همداراز د هر ډول نوو بندیزونو او اقتصادي فشارونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات به بې ځوابه پاتې نه شي.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي، چې د دوی پوځي عملیات یوازې د امریکا او اسرائیلو پر ضد دي او د کوم اسلامي هېواد ولس نه په نښه کوي.


















