د ایراني پوځ ویاند: ځواکونو یې د ناکامې ناستې پر مهال یو شمېر امریکایي پوځیان نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایراني پوځ ویاند “ابراهیم ذالفقار” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې د ایران خرج ټاپو کې د یوې ناکامې ناستې د هڅې پر مهال یې د امریکا د سمندري ځواکونو (مارینز) یو شمېر سرتېري نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، یاد ځواکونه د عملیاتو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي او د ایراني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

تر اوسه د پېښې د جزیاتو او د اسیر شوو سرتېرو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، او نه هم امریکايي چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button