صهیونیستي پوځ د سقوط له ګواښ سره مخ او داخلي اختلافات زیات شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو پوځ له جدي ستونزو سره مخ دی او د ریزرف ځواکونو د کمښت ترڅنګ، په بېلابېلو محاذونو کې روانو جګړو د پوځ مورال کمزوری کړی دی.

د راپور له مخې، د کابینې په وروستۍ غونډه کې د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی، چې هېواد د پوځي کمزورۍ له امله د سقوط له خطر سره مخ دی.

هغه ویلي، چې دوه مهم ښارونه د سختو بریدونو له امله د پراخې ویجاړۍ په درشل کې دي او د حزب‌الله د بریدونو له امله یې شاوخوا ۷۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.

همداراز ویل شوي، چې نړیواله ټولنه تر اوسه د اسرائیلو له ملاتړ څخه ډډه کوي او کومه عملي مرسته نه ده شوې.

بل لور ته، د وزیرانو شورا په غونډه کې د زیانمنو ښارونو ښاروالانو هم د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې د اپوزیسیون مشر په ښکاره ډول پر صدراعظم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د حکومت مشرتابه هېواد د ژور بحران پر لور بیایي.

مربوطه مطالب

Back to top button