هرات: اسلام‌کلا کې د بهرنیو ټرانزیټي وسایطو بې‌ویزې تګ راتګ پیلېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د هرات سیمه‌ییزو چارواکي وايي چې ډېر ژر به د اسلام‌کلا بندر له لارې بهرني ټرانزیټي وسایط پرته له ویزې او «روډ پاس» تګ راتګ پیل کړي.

دغه پرېکړه د کابینې د لارښود له مخې مطرح شوې او په تازه غونډه کې پرې سمه همغږي شوې ده.

په غونډه کې د هرات والي مولانا نصیر احمد اسلامجار، د بهرنیو چارو او ټولګټو وزارتونو استازو او د اسلام‌کلا اړوند ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

چارواکي وایي، د نوي سیستم پلي کېدل به د سوداګرۍ د اسانتیا، د ټرانزیټي لارو د چټکتیا او د اداري خنډونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button