کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فېدان وايي، اسراییل په قصدي ډول هڅه کوي چې اسلامي هېوادونه په اوږدمهاله او سترو سیمهییزو شخړو کې ښکیل کړي.
نوموړي یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو هڅو هدف د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافات زیاتول او د سیمې ثبات زیانمنول دي په وینا يې، ځینې کړنې داسې ښکاري چې په قصدي ډول د سیمې هېوادونه د یو بل پر ضد درېدو ته هڅوي.
فېدان پر ایران او نورو سیمهییزو شریکانو هم غږ کړی چې د ده په وینا د اسراییل “په دام” کې نه لوېږي او له زغم او هوښیارۍ څخه کار واخلي. نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د هېوادونو د ګډ دریځ او نږدې همکارۍ له لارې ساتل کېدای شي او اختلافات باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د جګړې او تقابل له لارې.

















