کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)
یو امریکايي پوځي شنونکی وایي چې ایران په روانه جګړه کې برلاسی دی او د وخت په تېرېدو سره یې ځواک لا زیات شوی دی.
د پارس ټوډې د راپور پر بنسټ، د امریکا د سمندري ځواک پخواني استخباراتي شنونکي “سکاټ ریټر” له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې واشنګټن او تلابیب په تهران باندې د پوځي یرغل له لارې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې که څه هم امریکا او ایران دواړه د اوږدې جګړې د دوام وړتیا لري؛ خو په اوسني وضعیت کې ایران برلاسی ښکاري.
ریټر زیاته کړې، چې امریکا د اوږدمهاله جګړې توان لري؛خو ایران هم له کلونو راهیسې ورته سناریو ته چمتووالی نیولی او کولی شي جګړه اوږده موده پر مخ یوسي.
هغه ادعا کړې، چې که څه هم امریکا او اسرائیل وتوانېدل ځینې لوړپوړي ایراني چارواکي په نښه کړي؛خو د ایران نظام ونه نړېد، بلکې لا پیاوړی شو، ځکه چې د ایران خلک د خپل نظام په ملاتړ سره راټول شول.
دغه امریکايي شنونکي همداراز ویلي، چې ایران لا هم په سیمه کې پر اسرائیلو-امریکا پوځي اډو او د فارس خلیج هېوادونو پر اهدافو د توغندیو او ډرونونو د کارولو قوي وړتیا لري.
نوموړي دا هم ویلي، چې ایران د شاتګ نیت نه لري، په داسې حال کې چې د هغه په وینا امریکا خپل ځینې پرمختللي مهمات مصرف کړي او اوس اړ ده چې له پخوانیو وسلو استفاده وکړي.


















