کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” ویلي، چې هېواد یې د یرغل لپاره د ډیپلوماسۍ له ناوړه استفادې او دوکې سره مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ایران به تر هغه وخته د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړي، څو اړتیا وي، ځکه دا جګړه د دوی انتخاب نه، بلکې پر ایران تپل شوې ده.
بقايي همداراز د جګړې د اقتصادي اغېزو په اړه ویلي، چې نړۍ د تیلو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنه لري؛ خو ایران د خپلو خلکو د ژوند او خوندیتوب په اړه جدي اندېښمن دی.
هغه زیاته کړې، چې د ډیپلوماسۍ تر نامه لاندې ترسره شوي اقدامات په اصل کې د جګړې او جنګي جنایتونو د دوام لپاره کارول کېږي.


















