کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په علي خانخېل کلي کې د پخواني «زوړ» ماین د چاودنې له امله څلور ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دي.
د امنیې قومندانۍ مسوولینو پر خلکو، په ځانګړي ډول پر کورنیو، غږ کړی چې د ناچاودېدونکو توکو له سیمو څخه ډډه وکړي او د هر ډول مشکوکو شیانو په لیدلو سره اړوند ادارو ته ژر تر ژره خبر ورکړي.


















