دوشنبه, اپریل 13, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د غلامۍ په زانګو کې واکمنه حلقه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 28, 2026
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لېکنه: مفتي سلطان محمد “ثاقب”

کله چې د يو هيواد واکمنه حلقه د غلامۍ په فضا کې روزل شوې وي، نو د فکر، سياست او پرېکړو بنسټ يې هم د همدې غلامانه ذهنیت پر اساس ولاړ وي، داسې واکمنان د خپل ملت پر ځواک لږ باور لري او د پرديو ملاتړ بيا د نجات يوازينۍ لار ګڼي. له همدې امله د هېواد سياسي، اقتصادي او امنيتي تګلارې يې زياتره د ملت د اوږدمهاله ګټو پر ځای د بهرنیو غوښتنو پر اساس جوړېږي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

غواړم نن د همدې ليکنې له لارې د پاکستان د پوځي رژيم اصلي څېره در وپېژنم. پاکستان يو وخت د هند د لویې وچې برخه وه او ځينې سيمې يې د اوسني افغانستان له پخوانيو جغرافيایي برخو سره تړاو درلود. په ۱۹۴۷م زېږديز کال کې، د اګسټ په ۱۴مه، په هند کې د بريتانيا د استعمار د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته پاکستان جوړ شو. د دې هېواد برخليک د يوې ځانګړې واکمنې کړۍ په لاس کې ورکړل شو چې نن يې موږ د پوځي رژيم په نوم پېژنو.

بلې خوا ته د پاکستان د جوړېدو له اوو لسيزو څخه زيات وخت تېر شوی دی. په دې اوږده موده کې يادې واکمنې حلقې د بهرنيو قوتونو ګڼې پروژې په ډېر مهارت او استخباراتي تګلارو تطبيق کړې دي. د دې بېلګې په لاندې ډول يادولی شو:

۱ـ تر ټولو مهمه لار چې دوی پرې پردۍ پروژې تطبيق کړې دي دا ده چې ځانونه د اسلام او مسلمانۍ په نوم معرفي کوي، دوی د اسلامي جماعتونو، سياسي احزابو او جهادي ډلو تر سيوري لاندې خپلې بهرنۍ پردي پالې پروژې د مسلمانانو پر ضد په ډير مهارت سره عملي کړې دي؛ خو خپلې ناوړې کړنې يې بيا د همدغو اسلامي شعارونو تر شا پټې ساتلي.

 ۲ـ پوځي رژيم د پاکستان دننه بېلابېلې ډلې رامنځته کړې دي: ځينې د مذهب په نوم، ځينې د سياسي احزابو په نوم او ځينې د جهادي تنظيمونو تر عنوان لاندې، د دې ډلو تر شا يې اصلي موخه دا وه که د پاکستان په دننه کې داسې څوک راپورته شي چې د پوځي رژيم اصلي څېره ولس ته بربنډه کړي، يا يې واک وننګوي، يا څوک د دوی د پرديو پروژو د طرحې او تطبيق پر وړاندې خنډ جوړ شي؛ نو دغسې کسان دوی د دغو ډلو په توسط هدف ګرځوي، ترور کوي يې او يا يې د تورو تمبو شاته اچوي. د پښتون قوم ګڼ مشران، علماء او سياسي څېرې د همدې تګلارې ښکار شوي دي. د اوسني وخت يوه څرګنده بېلګه يې عمران خان دی.

۳ــ د تعجب خبره دا ده چې پوځي رژيم خپلې ډېرې مهمې پروژې د اسلامي جماعتونو او جهادي تنظيمونو په نوم عملي کړې دي؛ خو بلې خوا ته يې بيا د همدې جماعتونو مشران هېڅکله د هېواد د واک تر کچې نه دي پرې ايښي. له پيله تر نن ورځې پورې د اسلامي جماعتونو هيڅ مشر د پاکستان د دولت تر لوړې مشرتابه نه دی رسېدلی. دا کار د پوځي رژيم له مهمو اهدافو څخه و او په دې برخه کې تر ډېره بريالي شوي هم دي.

۴ــ تاريخ ته په کتو ښکاري چې پوځي رژيم هيڅکله د پاکستان د ولس او هيواد ګټو ته لومړيتوب نه دی ورکړی؛ بلکې تل يې هغه څه کړې دي چې خپل بادار پرې خوشحاله او خوښ شي، د بېلګې په توګه: د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف يې امريکايانو ته وسپاره، ډاکټره عافيه صديقه يې د ډالرو په بدل کې هم امريکې ته تحويل کړه، چې په دې کړنې سره پوځي رژيم د ټول مسلمه امت په لمن تور داغ کېښود، لال مسجد کې يې ګڼ طالبان او طالبات يې په وينو سرې کړې او مسجد يې شهيد کړ، همدارنګه د پښتون خوا په قبايلي سيمو کې ګڼ ملکي وګړي، ښځې او ماشومان پوځي رژيم د عملياتو په بهانه شهيدان کړل.

۵ ــ نړيوال کفري قوتونه يو خطرناک استخباراتي ميکانيزم کاروي چې له لارې يې مسلمانان، اسلامي هېوادونه او نظامونه کمزوري کوي. د دې تګلارې له مخې په ځينو سيمو کې د اسلام په نوم وسله والې ډلې رامنځته کوي، تر څو د هغوی له لارې بې ثباتي، هدفي وژنې او کورنۍ جګړې رامنځته کړي، ډير وخت دا ډول پروژې د هغو هيوادونو له لارې عملي کيږي چې ظاهراً اسلامي نوم ولري، د پاکستان پوځي رژيم دا ډؤل ډيرې بهرنۍ استخباراتي پروژې پلي کړې دي چې نن سبا يې د داعش په نوم استخباراتي پروژه ښه بيلګه ده.

د پاکستان مسلمان ولس ته!

اې د پاکستان مسلمان ولسه! نور د غفلت له خوبه راويښ شئ، د غلامۍ په زانګو کې روزل شوی پوځي نظام وپېژنئ او د خپل ملت د عزت او راتلونکي د ژغورلو له پاره خپل تاريخي مسؤوليت ادا کړئ؛ ځکه د غلامۍ په رسۍ تړل شوي نظامونه د خپل ملت د عزت او ارادې پر ځای د بهرنیو غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي، د ملتونو د حيثيت هيڅ غم او فکر ورسره نه وي، زه نن پر تاسو غيور ملت باندې غږ کووم کچېرته تاسو همداسې ويده پاتې شئ، لرې نه ده چې تاسو هم د پوځي رژيم د کړنو ښکار وګرځئ!.

د پاکستان علماء او د تاریخ پاڼې:

د ملتونو په تاريخ کې د علماوو رول تل مهم او اغېزمن پاتې شوی دی. علما د ټولنې د فکري جوړښت په توګه د حق د بيان مسؤليت لري. کله چې علماء د حق خبره په جرأت سره وکړي، ټولنه د فکري او اخلاقي زوال څخه ژغورل کېږي.

 نن پر تاسو هم ستر تاريخي مسؤليت پروت دی. د الله تعالی له ستر عذاب څخه وويريږئ، چې نور د غلامۍ په زانګو کې د روزل شوي پوځي رژيم کړنې ملت ته ښکاره کړئ، دا د مصلحت او ډار له امله بندې خولې مو نورې د حق په خاطر خلاصې کړئ او کچېرته تاسو دا کار ونه کړئ؛ نو تاريخ هيڅکله چوپ نه پاتې کيږي هر عمل، هره پريکړه، هر کردار او هره چوپتيا د قضاوت موضوع ګرځوي، دا به ډيره د شرم ځای وي چې تاسو پاتې ملتونه ته د تاريخ پاڼو کې د دغه کرايي پوځ ملاتړي او شريکان معرفي شئ.

دا به د تاريخ تر ټولو عجيبه صحنه وي چې يو وخت به ويل کېده: افغانانو سترې امپراتورۍ ماتې کړې او د هغو په منځ کې د همدې علماوو شاګردان هم وو؛ خو بيا به همدغه علما د تاريخ په پاڼو کې د هغه نظام ملاتړي ثبت شي چې کلونه کلونه يې د هغوی شاګردان زنداني کړي، ترور کړي او د اسلامي نظامونو د ړنګولو وسيله ګرځېدلی وو؛ نو لا هم وخت او فرست شته چې د تاريخ له دې ستر شرم څخه ځانونه وژغورئ او د حق غږ پورته کړئ!.

ای د غلامۍ په زانګو کې روزل شوې واکمنې حلقې!

تاريخ شاهد دی چې ستاسو بنياد په دې سيمه کې د دې لپاره ايښودل شوی دی چې د پرديو ستراتيژۍ پلې کړئ. له همدې امله مو تل هڅه کړې چې د افغانستان هر خپلواک نظام وننګوئ، کمزوری يې کړئ او بالاخره يې له منځه يوسئ.

د جګړې اور بل ساتل، د افغانانو پاشل او د هغوی د يووالي مخه نيول ستاسو د هماغه ستراتيژۍ برخه ده چې غواړي افغانستان هېڅکله يو پياوړی، خپلواک او متحد هېواد ونه ګرځي.

غلامې واکمنې حلقې! نن درباندې غږ کوم چې د اوسنيو حالاتو په رڼا کې د افغانستان د هوايي او ځمکني حريم له نقض کولو څخه لاس واخلئ. دا خبره درته ځکه نه کوم چې ګواکې تاسې به وژل کېږئ، ټپيان به شئ يا به مالي زيان ووينئ؛ ځکه له تاسو سره د خپلو عسکرو وژل کېدل، د ولسونو قرباني کېدل او مالي تاوانونه هغه څه دي چې د پرديو د پروژو د پلي کېدو لپاره يې چندان پروا نه لرئ. ستاسو لپاره تر هر څه مهم د بهرنيو قراردادي پروژو عملي کول دي.

خو زما د خبر داري اصلي موخه دا ده چې په تېرو څو لسيزو کې مو څومره بهرنۍ پروژې د اسلام د شعارونو تر سيوري لاندې په استخباراتي بڼه عملي کړې دي. نن داسې وخت رارسېدلی چې د افغانستان اوسني واکمنان کولای شي ستاسو دوه مخې څېره د پاکستان ولس او نړيوالو ته په داسې کره شواهدو او اسنادو ښکاره کړي چې ښايي ستاسو د همدې واکمنې کړۍ ډېری کسان به هم له يو بل څخه ناخبره وي.

دا به هغه ورځ وي چې ستاسو د شرم او رسوايۍ کيسه به د نړۍ پر مخ خپره شي؛ داسې ورځ، مياشت او کال چې وروسته به د پرديو د پروژو د پلي کولو ډېر خوبونه هم درته ناشوني ښکاره شي.

تاسو نن له داسې ملت سره مخ ياست چې د خپل عزت او خپلواکۍ لپاره يې د تاريخ په اوږدو کې اوږدې قربانۍ ورکړې دي. د تاريخ يو نه بدلېدونکی حقيقت دا دی چې کوم ملت د خپل عزت او آزادۍ د ساتلو لپاره ودرېږي، هېڅ پردی ځواک يې ماتولای نه شي.

د پاکستان مسلمان ولسه!

په پای کې مو يو ځل بيا مخاطب وم! چې د پرديو په تله تللې واکمني پرېږدئ. هغه مشران پرېږدئ چې د غلامۍ په زنځيرونو تړلي دي. هغه مشري چې د پرديو په درشل کې ولاړه وي، هېڅکله د ملت په خير نه تمامېږي.

کله چې د يو هېواد برخليک د داسې واکمنې کړۍ په لاس کې وي چې ذهنونه يې د غلامۍ په فضا کې روزل شوي وي، نو ملتونه څنګه کولای شي د آزادۍ له نعمت څخه برخمن شي؟

تاريخ به يو وخت قضاوت کوي چې څوک د ملت د عزت ساتونکي وو او څوک د غلامۍ د نظام ملاتړي. ملتونه نه مري، خو غلام نظامونه حتماً يوه ورځ د تاريخ په محکمه کې راپرې وځي.

مخکینې مطلب

ایراني چارواکي: دوبۍ کې پر امریکايي ځواکونو مرګوني بریدونه شوي

بل مطلب

امير خان متقي او عبدالله بن زايد د سيمې کړکېچ، افغانستان ـ پاكستان وضعیت او د امريکايي اسیر د خلاصون پر موضوع خبرې کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
خبرونه

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
خبرونه

عراقچي ټرمپ ته: د نتانیاهو له حکمونو اطاعت سیمه په اور کې سوزوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 12, 2026

وروستي

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 13, 2026
0

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هغه کوم شرطونه دي چې ایران په مذاکراتو کې غوښتنه کړې؟ دلته يې ولولئ 

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ایران: د خبرو بل پړاو نشته؛ امریکا د مذاکراتو پرېښودو ته پلمه لټوله

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

قالیباف: که د هرمز تنګي وضعیت خراب شي، امریکا او نړۍ به د تېلو بیو له لوړېدو سخت زیان وویني

ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

بامیان کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com