ایراني چارواکي: دوبۍ کې پر امریکايي ځواکونو مرګوني بریدونه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د وسله وال پوځ د “خاتم‌الانبیاء” مرکزي قرارګاه ویاند “ابراهیم ذالفقار” ادعا کړې، چې په دوبۍ کې یې پر دوو هغو ځایونو برید ترسره کړی چې نږدې ۵۰۰ امریکايي سرتېري پکې پټ وو.

د نوموړي په وینا، د دغه برید له امله امریکايي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.

هغه همداراز ویلي، چې له څو ساعتونو راهیسې امبولانسونه د امریکايي قومندانانو او سرتېرو مړي او ټپیان انتقالوي.

د یادې قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی، چې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد پوځي مشران باید درک کړي، چې سیمه به د امریکايي ځواکونو لپاره پر هدیره بدله شي.

مربوطه مطالب

Back to top button