کابل ټکی کام (شنبه، ۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد آلنهيان ترمنځ په ټيليفوني تماس کې د افغانستان او امريکا د اړیکو، د سيمې د امنیتي وضعیت، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي د امريکايي اسیر د خلاصون په برخه کې د اماراتو د بریالي منځګړتوب مننه کړې او ويلي يې دي چې پاتې موضوعات د دوو اړخیزو لارو د حل وړ دي.
نوموړي امريکا او اسراییل د ایران پر ضد د جګړې د پيل مسوولین بللي او ويلي چې دې کړکېچ د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
عبدالله بن زايد د افغانستان او امريکا اړیکې مهمې بللي او ويلي يې دي چې هېواد به يې په دې برخه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه ونه باله او ټینګار يې کړی چې امارات به د دواړو هېوادونو د نښتو د هواري لپاره هڅې جاري وساتي په وينا يې، امارات د نوي وضعيت په رڼا کې د متحده عربي اماراتو د مېشتو افغانانو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه لري.















