د مهاجرينو وزارت سره د ۳۱۸ زره او ۶۴۱ ډالرو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له «کمک‌های انسانی و بشر‌دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان» موسسې سره د ۳۱۸ زره او ۶۴۱ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرستې به د تورخم په فرضي کرښه کې د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ په هرات او ننګرهار کې شاوخوا ۸۴۰ زره او ۲۳۰ تنو راستنو شویو او بېځایه شویو لپاره د زده کړو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ولګول شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې اسلامي امارت له نړیوالو همکارو بنسټونو سره په ګډه د راستنو شویو او بېځایه شویو د خدمتونو په برخه کې همکارۍ او همغږۍ ته ژمن دی.

مربوطه مطالب

Back to top button