د اسرائيلو په تازه بریدونو کې په غزه کې ۶ فلسطینیان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د رویټرز د راپور له مخې، د غزې تړانګې سويل د خان یونس ښار پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي رژیم په تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه فلسطینیان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، شهیدان شوي دي.

د سرچینې په وینا، په بریدونو کې څلور تنه نور ټپیان شوي دي. د سیمې روغتیايي ټيمونه وايي، د بمبار له امله یو شمېر استوګنیزې سیمې هم زیانمنې شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي رژیم له هغه اوربند وروسته چې د امریکا په منځګړیتوب تېر کال په نوامبر میاشت کې ترسره شو، تر اوسه لږ تر لږه ۶۸۰ فلسطینیان په غزه کې وژلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button