د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه ډالرو اقتصادي هوکړه ليکونه لاسليک شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف په ګډون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ غونډې په پايله کې د ۵۱۴.۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړې د چرګانو فارمونو جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو سوداګرۍ، د وچو مېوو او سبو صادراتو، د تېلو او خوراکي توکو وارداتو، اسفالت، مسو او نورو اقتصادي برخو په اړه دي.

د غونډې په جریان کې وزیر عزیزي د ازبکستان همکارۍ وستایله او افغانستان یې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې باوري ملګری وباله همدارنګه یې د ترجیحي تعرفو تړون ته اشاره وکړه چې له مخې یې صادرات له افغانستان څخه ازبکستان ته اسانه کېږي.

د نمنګان والي عبدالرزاقوف هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات د اقتصادي همکاریو لپاره اړین دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به سیمه‌ییزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button