د امریکا کانګرس: پاکستان لا هم د ګڼو وسلهوالو ډلو د فعالیت مرکز دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د امریکا کانګرس په یوه تازه خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې پاکستان لا هم د ګڼو وسلهوالو ډلو د فعالیت اصلي مرکز پاتې شوی دی. راپور چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۵مه خپور شوی، نږدې ۱۵ ډلې یادوي چې ډېری یې د امریکا لهخوا د بهرنيو ترهګرو ډلو په توګه ثبت شوي دي، لکه لشکر طیبه، جیش محمد، حرکت الجهاد اسلامي، حرکت المجاهدین او حزب المجاهدین.
راپور وايي، لشکر طیبه چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې جوړه شوې او په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې، لا هم د پاکستان په پنجاب او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې فعاله ده.
د دې ډلې نوم د ۲۰۰۸ کال د ممبي بریدونو سره تړل شوی چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. همداراز په راپور کې د جیش محمد ډلې هڅو ته هم اشارې شوې، هغه ډله چې په ۲۰۰۰ کال کې مسعود اظهر رامنځته کړه او په ۲۰۰۱ کال کې یې د هند پر پارلمان برید ترسره کړ.
کانګرس زیاتوي چې د پراخو پوځي او استخباراتي عملیاتو سره سره، ګڼې هغه ډلې چې د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي، لا هم د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي.


