امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د سیاستونو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۵ل)

سلګونه زره امریکایانو د ولسمشر ټرمپ د ناسمو سیاستونو پر ضد په ټول هېواد کې پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

دغه لاریونونه د «پاچاهان نشته» تر شعار لاندې روان دي.
لاریون کوونکي د ایران پر وړاندې د جګړې د پیل، د کډوالو د اېستلو او یو شمېر نورو استبدادي سیاستونو له امله د ټرمپ پر ضد خپل غږ پورته کوي.

د لاریونونو تنظیموونکي وایي، چې په همدې موخه یې د امریکا په ټولو ایالتونو کې له ۳۲۰۰ څخه ډېرې غونډې پلان کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button