ایران د امریکا او اسراییلو پر صنعتي مرکزونو غچ‌اخیستونکي بریدونه پیل کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله‌والو ځواکونو یوه لوړپوړي قوماندان ویلي، چې د دې هېواد پر اقتصادي او حیاتي بنسټونو له وروستیو بریدونو وروسته، ایران د امریکا او اسراییلو اړوندو صنعتي مرکزونو پر ضد غچ‌اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان، سید مجید موسوي، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې تر دې مهاله د ایران د وسله‌والو ځواکونو په بریدونو کې د اسراییلو له لوري په اشغال شویو سیمو کې د “نئوت حوواف” کیمیاوي صنعت، یو د تېلو تصفیه‌خونه، دوه ستر د فولادو کمپلکسونه او د المونیم دوه لوی صنعتي فابریکې په نښه شوې دي.

د ایراني چارواکو په وینا، دا بریدونه د هغو اقداماتو په غبرګون کې ترسره کېږي، چې د ایران اقتصادي، صنعتي او حیاتي تأسیسات یې هدف ګرځولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button