کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ منځنی ښوونځی نن د پاکستاني ځواکونو د توپونو په بريد کې هدف ګرځیدلی او د ښوونځي سولر بریښنا سیستم له منځه تللی، چت یې خراب شوی، کړکۍ او دروازې ماتې شوې، او ودانۍ ته جدي ساختماني زیان رسیدلی دی.
ځايي چارواکو او د ښوونځي ادارې زده کوونکو ته ویلي چې ښوونځي ته دې نه ځي، ځکه ودانۍ خوندي نه ده او سیمه لا هم د پاکستاني پوځي رژيم د احتمالي بریدونو لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د پاکستان پوځي رژيم له لوري د اسعداباد ښار او شاخوا سیمو باندې د توپونو مرميو د بريدونو له امله یو ملکي کس شهيد شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي و. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


















