کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د بشري حقونو فعالين وايي، په خیبر پښتونخوا کې زرګونه افغان کډوال د پاکستان د پوځي اقداماتو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د تورخم دروازې تړل کیدو له امله د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.
د بشري حقونو فعال او سوشل میډیا کارکوونکی اسلام افريدي وایي، د دوی لخوا د کډوالو لپاره جوړې شوې خیمې د باران له امله ډکې شوې او ماشومان په یخنۍ کې له سخت وضعیت سره مخ دي او پر دواړو هېوادونو يې غږ کړی چې دغه ناوړه حالت د کمولو لپاره اقدام وکړي او له حکومتونو یې غوښتنه کړې چې تورخم دروازه د کډوالو پرمخ ژر تر ژره خلاصه کړي.
دغه راز د بشري حقونو يو بل فعال رحمان الله شهاب وايي، پاکستاني ځواکونو په خیبر پښتونخوا او نورو سیمو کې افغان کډوال له خپلو کورونو ایستلي او دا پروسه لا هم روانه ده چې له امله يې زرګونه کډوال د خپلو کورنیو، ماشومانو او ناروغانو سره په سړکونو کې شپې تېروي او د سخت ژمي او باران له ګواښونو سره مخ دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو په سازمان غږ وکړ چې د کډوالو لپاره د تورخم دروازې پرانيستلو کې هڅې وکړي، او دغه لاره د څو مياشتو لپاره د کډوالو پرمخ پرانيستل شي.


















