کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او «آسان خدمت» ۸۴ مرکزونو له لارې ټول ټال ۲ میلیونه او ۲۸ زره او ۷۹ پېژندپاڼې وېشل شوي په وينا يې د دغو پېژندپاڼو له ډلې یو میلیون او ۵۲۹ زره او ۲۴۴ نارینه او ۴۹۸ زره او ۸۳۵ ښځينه دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل کې وېشل شوې چې شمېر یې ۵۰۰ زره او ۴۵۶ ته رسېږي. تر کابل وروسته، هرات ته ۲۴۶ زره او ۶۴، کندهار ته ۱۳۲ زره او ۳۵۶، ننګرهار ته ۱۱۹ زره او ۱۸۳ او بلخ ولایت ته ۱۰۴ زره او ۲۹۲ پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
دغه اداره زیاتوي چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې تر اوسه ۱۷ میلیونه او ۴۸۷ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي، او دا لړۍ لا هم دوام لري.


















