ایراني رسنۍ: په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر اډو تازه بریدونه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۵ل)

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایراني ځواکونو یو ځل بیا په سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او کوېټ کې د امریکا مهمې پوځي اډې په نښه کړې دي.

فارس او تسنیم خبري اژانسونو د عربي سرچینو له قوله ویلي، چې نن سهار په یادو هېوادونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په سعودي عربستان کې د امریکا یوه پوځي اډه د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوې ده.

تر دې دمه امریکا او د خلیج یادو هېوادونو په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button