د کریمیا په سیمه کې د روسي نظامي الوتکې سقوط پېښه کې ۲۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د کریمیا په سیمه کې یوه روسي نظامي ترانسپورتي الوتکه د غره سره د ټکر له امله سقوط کړی او په دې پېښه کې ټول ۲۹ کسان، چې ۲۳ مسافر او ۶ تنه عمله پکې شامل وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویترز خبري اژانس د پېښې راپور ورکړی چې د الوتکې د سقوط اصلي لامل تر اوسه نه دی تثبیت شوی، خو لومړني ارزونې ښيي چې امکان لري تخنیکي ستونزې د دې پيښې لامل شوی وي.

د کریمیا چارواکو ویلي چې د پېښې د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي او د مسلکي ټیمونو هڅې روانې دي ترڅو د دې تراژیدۍ نور جزئیات هم څرګند شي.

مربوطه مطالب

Back to top button