کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانې اړیکې مذاکرات نه دي، بلکې یوازې د پیغامونو تبادله ده.
عراقچي ټینګار کړی چې ایران تر اوسه د امریکا کوم وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی او هیڅ نوي شرطونه یا پلانونه وړاندې کړي نه دي.
هغه وویل چې ایران د جګړې د پای لپاره یوازې لنډمهاله اوربند نه غواړي، بلکې په سیمه کې د جګړې بشپړ ختمول غواړي.
د ایران اصلي غوښتنې د تکراري بریدونو مخنیوی او د تاوانونو جبران دي.
عراقچي همداراز د هرمز خلیج وضعیت روښانه کړ او ویې ویل چې دغه تنگه د دوستانه کښتيو لپاره خلاصه ده، او یوازې د هغو پر وړاندې تړل شوې چې ایران سره جګړه کوي.
ایران ټول اقدامات کړي ترڅو د خپلو دوستانو کښتۍ په خوندي ډول تېرې شي.


















