د موسی کلیم الله عملیاتو لومړۍ څپه؛ ایراني ځواکونو پر اسرائیلو او امریکایي اډو ځپونکي عملیات پیل کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایراني ځواکونو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د “موسی کلیم الله” په نامه د ځپونکو عملیاتو په لومړۍ څپه کې یې پر اسرائیلو او د منځني ختیځ په بېلا بېلو برخو کې یې پر امریکایي اډو تازه بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د بالستیک توغندیو او پرمختللو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائیلو پر مهمو نظامي او استخباراتي اهدافو بریدونه پیل کړي دي.
همدارنګه، سیمهییزو سرچینو ویلي، چې په عراق، سوریه او د خلیج په ځینو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو هم بریدونه شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو ورځو کې بېساری زیات شوی دی.
شنونکي باور لري، چې د ایران له لوري د بریدونو دا تازه څپه د روانو شخړو د پراخېدو څرګندونه کوي او ښايي د سیمې نور هېوادونه هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په دې کړکېچ کې ښکېل شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو ورځو کې د ایران له لوري د غچ اخیستنې خبرداری ورکړل شوی و او اوسني بریدونه د همدې خبرداري عملي کېدل بلل کېږي. نړیوالې ټولنې د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.



