د افغانستان اسلامي امارت د فلسطیني بندیانو د اعدام قانون په کلکو ټکو غندلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي ریژیم له لوري د فلسطیني بندیانو د اعدام د قانون تصویب په کلکه غندلی دی.
یاد وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه اقدام د فلسطیني وګړو له اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ده او د نړیوالو بشري اصولو او قوانینو خلاف عمل بلل کېږي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا ډول پرېکړې نه یوازې د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچنوي، بلکې د سولې او ثبات پر وړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کوي.
د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د دغسې اقداماتو د مخنیوي لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
اسلامي امارت همداراز یوځل بیا د فلسطین له خلکو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی د مشروع حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.



