عدلیې وزارت: په درې ولایتونو کې څه باندې ۲۷ میلیونه جریبه څړځایونو تثبیت شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تېر کال کې په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې ټولټال ۲۷.۵۷۰ میلیونه جریبه څړځایونه تثبیت کړي په وینا يې، دا بهیر د طبیعي منابعو د خونديتوب او د عامه ملکیت د ساتنې لپاره د کمېسیون د مهمو هڅو یوه برخه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په فاریاب کې ۹.۳۲۱ میلیونه جریبه، په بادغیس کې ۴.۱۶۷ میلیونه جریبه او په بدخشان کې ۱۴ میلیونه جریبه څړځایونه ثبت شوي دي.

رسولي زیاتوي چې د تثبیت او سروې دا لړۍ تخنیکي ټیمونو ترسره کړې او معلومات یې د رسمي اسنادو په توګه ثبت شوي دي.

د عدلیې وزارت وایي، د څړځایونو د تثبیت بهیر یوازې په یادو ولایتونو نه دی محدود، بلکې د نورو ولایتونو په کچه هم د سروې چارې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button