ابراهیم ذالفقار: په صهیونیستي-امریکایي اهدافو د وعد صادق ۹۰ مه او د موسی کلیم الله عملیاتو لومړۍ څپه په بریالیتوب پای ته ورسېده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د ايران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ «خاتمالنبياء» ویاند “ابراهیم ذالفقار”خبر ورکړی، چې د جګړې له پيله يې په يو پراخ بريد کې د امريکايي-صهیونیستي اهدافو پر وړاندې پراخ توغنديز او بېپېلوټه بريدونه کړي دي.
د ابراهیم ذوالفقار په وینا دا بریدونه نن سهار وختي د «وعده صادق ۴» د ۹۰ مې او د موسی کلیم الله عملیاتو په لومړۍ څپه کې ترسره شول، پکې شاوخوا سل توغندي، سلګونه بېپیلوټه الوتکې او ۲۰۰ راکټونه کارول شوي دي.
نوموړي ادعا کړې، چې یادو عملیاتو کې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله، یمني ځواکونو او د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” هم ورسره مرسته کړې، چې په پایله کې یې د اشغالي فلسطین یافا (تل ابیب)، حیفا، عسقلان او اشغالي قدس په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګر ریژیم مهم پوځي اهداف په نښه او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې یادو عملیاتو کې یې سعودي، کوېټ، اردن، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې هم هدف ګرځولي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر اشغالګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



