ایران بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات په نښه کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران وسله والو ځواکونو په بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات په نښه کړي دي.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې په بحرین کې د امازون شرکت تاسیسات د ایران له لوري د بې پیلوټه الوتکو په وسیله هدف ګرځول شوي دي.
تر دې وړاندې د بحرین کورنیو چارو وزارت هلته د ایران له لوري د یو شرکت په نښهکېدو خبر ورکړی و، خو د امازون شرکت نوم یې نه و یاد کړی.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې په منځني ختیځ کې به د امریکایي شرکتونو په ګډون د مایکروسافت، ګوګل، اپل او میټا تاسیسات هدف وګرځوي.



