حماس حزب الله ته: د ژوندیو صهیونیستي پوځیانو د نیولو هڅه وکړئ چې د فلسطیني او عربي بندیانو خلاصون ته لاره هواره شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له لبنان کې د حزب‌الله له ځواکونو غوښتي، چې د جګړې په روانو حالاتو کې د صهیونیستي پوځیانو د ژوندي نیولو هڅې زیاتې کړي.

د حماس ویلي، چې د اسرائیلي پوځیانو ژوندي نیول کولی شي د فلسطیني او عربي بندیانو د خلاصون لپاره مهمه وسیله وګرځي او د بندیانو تبادلې ته به زمینه برابره کړي.

په بیان کې ټینګار شوی، چې دا ډول اقدامات به د اشغال پر وړاندې د مقاومت ځواک پیاوړی کړي او د بندیانو د قضیې په حل کې به اغېزناک رول ولوبوي.

بل لور ته، تر دې دمه د حزب‌الله له خوا د دې غوښتنې په اړه کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودل شوی، خو مخکې یې د فلسطین له مقاومت سره د ملاتړ اعلان کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button